Qala-e-Balahissar in Kabul, Afghanistan, is a historic fortress that stands as a formidable guardian of the city's past. The imposing structure, with its ancient walls and watchtowers, commands attention as a testament to centuries of Afghan history. As I explored its intricacies, the layers of time unfolded, revealing glimpses of the fortress's role in the country's various epochs, from royal residences to military strongholds.
The architectural details, including arched gateways and expansive courtyards, conveyed a sense of grandeur and strategic significance. The panoramic views from the ramparts offered a captivating perspective of Kabul, connecting the modern cityscape with the fortress's timeless presence.
Qala-e-Balahissar's role in shaping Afghan history is palpable, from the Durrani Empire to more recent political shifts. The onsite museum enriched the visit, providing context to artifacts that narrated the fortress's multifaceted past.
The restoration efforts evident in preserving this historical gem showcased a commitment to safeguarding Afghanistan's cultural heritage. The juxtaposition of ancient walls against the backdrop of Kabul's dynamic urban life added a layer of complexity to the overall experience.
Qala-e-Balahissar is not merely a fortress; it's a living chronicle of Kabul's resilience and endurance through centuries of change. A visit to this historic site is a journey through time, an immersion into the very essence of Afghanistan's...
Read moreد کابل بالاحصار [لوړه کلا] په پنځمه مېلادي پېړۍ کي د جنګي اهدافو لپاره ورغول سوه. د وخت بېلا بېلو واکمنانو په دې کلا کي ژوند کړی او اوس يې تر پوځي هغه تاريخي اهميت ډېر سوی دی. د تاريخي روايتونو له مخه دغه کلا د [هون] په نوم د يوه بودايي واکمن له لوري ورغول سوه، تر څو هغه او کورنۍ يې د غليم له يرغل خوندي وي. کله چي #تېمور_شاه د افغانستان پلازمېنه، له کندهار کابل ته راولېږدوله. د کابل په بالاحصار کي مېشت سو او د امير عبدالرحمن خان تر وخته افغان واکمنانو له همدې ځایه د هېواد چاري مديريت کولې. ياد بالاحصار د بودایزم مذهبي ذوق پر بنسټ رغول سوی بریښي چي د څنګلورو نښو له مخي کولای سو د هغه بودایي معبد ګمان پر وکړو چي د هیپتالي پاچاهانو د لړۍ د یوه پاچا هون/شالوده له لوري رغول سوی دئ. شپاړلسمي پيړۍ په پای کي يو ازبک سردار بالاحصار شپږ مياشتي کلابند او سخت جنگ وسو چي پکښي ئې دېوالونو او دروازو ته سخت زيان ورسېد. کله چي اکبر باچا لاهور د مغلو پلازمېنه کړه نو په ۱۵۸۵ع کي يې کابل نيغ په نيغه پخپل کنټرول کي واخست، د هغه راهيسي په بالاحصار کي به تل د مغلو گورنر ميشت وو. د احمد شاه بابا په وخت کي بالاحصار د ايراني پوځ په لاس کي وو. د کابل نيولو وروسته بابا بالاحصار کي تم سو او کلا کي ئې نوي نغمونه، د اوبو رسولو نوي وسيلې، برجونه او نور ډېر کار د کندهاري معمارانو په لاس تر سره کړ، کله چي يې زوی تېمورشاه په ۱۷۷۳ع کي پلازمېنه د کندهار څخه کابل ته يوړه او په راتلونکو شلو کالو کي يې په بالاحصار بيلا-بيلي ودانۍ جوړي کړې چي تر ټولو مهمه يې د بالاحصار دننه ستره ماڼۍ وه چي انګرېزان د وتلو پر مهال وسوځل. د زمان شاه ټول وروڼه چي په کابل کي وو، دلته بنديان ساتل کېدل. کله چي امير عبدالرحمن خان ارګ ودانۍ جوړه کړه نو د کلا ارزښت يوازي يوې فوځي کلا ته ورته سو او پکښي يوازي تر اوسه پوري نظامي کسان اوسېدل. د ثور له کودتا او د شوروي لښکرو سره د جګړې او وروسته د ډاکټر نجيب الله دولت لخوا د جنرال تڼي د کودتا د ټکولو په نيت بالاحصار بمبار او د کورنيو جګړو په دوره کي مجاهدينو لا پسي وران او چور کړ. په لومړي افغان انګليس جنګ کي د کلا په دننه کي د انګرېزي سرتيرو په زرګونو کسانو ويني وبهېدې او د کابلي سپين ږيرو له خولې چي تر ورستيو پوري ئې مځکه غوړه وه. بله نابلده دلته د تورو څهانو [سياه چاه] ده چي افغانانو کي ئې کيسې ډېري مشهوري دي، اروپايي ليکوال [فرانک مارتين]د اميرعبدالرحمن_خان د زندانونو په برخه کي ليکي: کابل کي تر ټولو زندانونو بد او وحشتناک په بالاحصار کي يو زوړ څاه دئ چي په ډبره کي کيندل سوی دئ. د بېخ خواته يو څه پراخ او پسور ئې پنځلس فوټه کېږي. د څاه پر خوله يوه کوډله ده چي د سپاهيانو يوه پيره پکښي ساتله کېږي. په دغه تر مځکي لاندي غار کي هغه انسانان د تل له پاره اچول کېږي، چي ډېر غټ جرمونه ئې کړي وي [البت د مقاماتو په نظر تر ټولو غټ جرم جاسوسي ده] او هورې پسي مري. د مړو جسدونه چي له ژونديو سره يو ځای پراته وي، ترې را ايستل کېږي، البت په څاه کي د روغتيا ساتني انتظام نسته. بنديان ورشېوه کېږي او هغوی چي ورولوېدل، هوري پسي پاتېږي، د ورځي يو ځل خواړه په رسۍ ورځړول کيږي. زياتره بندي سوي کسان ډېر ژر ژوند ته له دې لاري خاتمه ورکړي. ځانونه له ډبرو سره تر هغه وخته وهي، چي بې هوښه او پسي مړ سي. ځکه یوازيتوب او بيري دوی ټول ليونيان کړي وي. دلته يو سړی سته چي ويل کېږي چي په دغه څاه کي ئې پنځلس کاله يا تر دې زيات وخت تېر کړ. دغه کس يو مخ لېونی او په خپل ماحول خبر نه دئ، کله چي امير عبدالرحمن خان مړ سو اوسني امير[ حبیب الله خان] امر وکړ چي ددې څاه کسان دي راوايستل سي او ده ته دي حاضر کړل سي، کله چي دوی راوکښل؛ درې تنه پکښي ژوندي او څيرې یې د کتلو نه وې ځکه مخونه ئې د مړو په شان تک سپين اوښتي وه، سترګي ئې په رڼا کي ديد نه کاوه او د سرونو او ږيرو ورېښتان ئې اوږده او پر مخونو ئې راڅړوند وه. د وحشيانو او ځناورو په شان ښکارېدل، نوګان ئې لکه د باښې، امير ئې د خوشي کېدو امر ورکړ خو دوی درې اونۍ وروسته بيرته ونيول سول او څاه ته واچول سول چي بيرته ئې د هندوستان د جاسوسۍ نيت لاره. ويل کېږي امير عبدالرحمن دغسي شکنجې او تاکتيونه د روسې څخه راوړي وه.
شاهي دوره کي دې کلا کي یو غونډ فوځيان، يوه سېنما، يو لوی هال او مسجد ودان وه، پخواني اولسمشر کرزی دوره کي امریکا اعلان وکړچي دغه کلا به یو ښه پارک او د سیل جوړ کړو خو د انګریزانو په مخالفت دا کار ونه سو، ځکه چي انګریزانو دې کلا کي نولسمه پېړۍ کي دلته ډېر درانه تلفات لیدلي او کابل کي د دوی سفير کیوناري هم...
Read moreBala Hissar, meaning "High Fort," is an ancient fortress in the southern part of old Kabul, Afghanistan. It was likely built around the 5th century AD. The fort sits at the edge of Kuh-e-Shēr Darwāzah (Lion’s Door) mountain, just south of modern Kabul’s city center. The Walls of Kabul, standing 20 feet (6.1 m) high and 12 feet (3.7 m) thick, extend from the fortress, following the mountain ridge in a wide curve down to the river. The fortress has multiple gates for access, and the Kōh-e Shēr Darwāzah mountain rises behind it. In 1880, the British destroyed Bala Hissar.
Originally, Bala Hissar was divided into two sections: the lower fortress, which housed stables, barracks, and three royal palaces, and the upper fortress, which contained the armory and Kabul’s infamous dungeon, the "Black Pit"...
Read more