دې اوېستا دې کتابونو، سنسګریټ دې ژبې او دې ریګوېدا په اصطلاح( سپینه ګره) او په سیمه ایزه اصطلاح سپینه غره چې عام پښتانه ورته سپین غر وایي، هغه غر دی چې لوړې څوکې یې تل په سپینو واورو پوښلي وي، په غالب ګمان دې تسمیې اصلي لامل یې هم همدا وي چې سپینه غره په هر موسم کې که له هرې خوا وکتل شي نو سپینه برېښي، چې دا سپین رنګ یې یو طبعي څېره ده. سپینه غره دې کابل له غرونو پیل او تر پېښوره یې لړی غزېدلې ده چې لمنې یې په شنو او سمسورو څنګلونو پوښل شوي دي. او موقیعت یې هم په داسې شکل دې چې په ډېری سیمو کې دې ډېورن دې فرضي کرښې په امتداد ۱۸۰ کېلومټره غزیږي او افغانستان له پښتون خوا سره بېلوي، ددې غره لوړه څوکه چې دې سمندر له تله ۴۷۵۵ متره لوړوالی لري دې سیکارم به نوم نومیږي چې ځینې خلک ورته بزرګه څوکه هم وایي. دغه لوړه څوکه په اصل کې دپکتیا(پختیا (ریگودا: Pakthas/پَکتهه یونانی: Πἁκτυες/پِکتویس انگلیسی: Pactyan)ولایت دې اریوب بابرنامه( آریاب) په ښېرازه او سمسوره دره کې موقیعت لري خو بیا هم ددې څوکې یوې خوا دې کورمې ولسوالي بلې خوا ته یې دې ننګرهار شېرزاد خوګیاڼی ، شینواري او دحصارک ولسولۍ او بلې خوا ته یې هم دې لوګر دې ازرې ولسوالي چې په شاهي پېر کې دې اریوب ولسوالۍ یوه برخه وه پرته ده. دسلیمانیه غرونو لړۍ چې مشهور غر یې دمنډهېرځنګل دی له همدې ځایه پیلیږي، سپینه شګه او دې پيواړ کوتل چې په سيمه ایزه اصطلاح کې ګوی ورته وایي په بر کې نیسي ، چې کورمه او اریوب سره ويشي، چې یوې خواته دې کورمې پيواړ او بلې خواته دې اریوب ګل غونډی، امیرخیل، احمدخېل اوسپینې شګې ته موقیعت ورکوي. دې سپینې غرې دې لوړې څوکې سېکارم شمال ختیز خوا ته دې اوسني افغانستان نقشې ته ورته یو طبعي ډنډ چې حوض خاص یانې( خاص ډنډ) نومیږي پروت دی. دا ډنډ دغره دې ښویدو له امله چې دې اوبو د بهيرمخه یې ډپ کړې منځ ته راغلی. دغه ډنډ یو زیارت هم لري چې دې سیمي دخلکو په وینا دلته پخوا وختونو کې نیکو او الله ته نږدې خلکو ناستی کړی نو ځکه د اوړي په چنګاښ او زمري میاشتو کې چې نسبتا هوا یو څه ښه وي دې لرې لرې ځایونو څخه خلک دې مېلو او زیارت کولو لپاره ورځي . هغه سیمه چېرته چې نوموړی ډنډ موقیعت لري دې لپه شوو لاسونو په څېر دی چې اوبه یې دې چړمان توئ تنګي له لیارې ازرې ولسوالۍ ته بهیږي. سپنه غره دې واورو د زېرمه کولو لپاره دېر لوئ لوئ یخچالونه لري چې حتی دیوه کال څخه دې زیاتو کلونو واورې هلته پرتې وې چې دې طبقې په شکل دیو کال واوره له بل کال څخه بېله وي، لامل یې دې زېرمو ژوروالی او دې تودوخي ټیټه درجه ده، نو ځکه یې دې واورې عمر تریو یا څو کالو رسیږی، دغه واورې دې هوا دې تودوخي دې ډېرېدو سره سمې په تدریجي دول سره اوبه کیږي، او له اوبو څخه واړه واړه سیندونه جوړیږي چې دې پکتیا، ننګرهار، لوګر، کورمې، ټل او وزیرستان ځیني کرهڼیزې ځمکې خړوبوي. دې آریوب سیند چې په جغرافيايي درسونو کې دې کورمې دې سېند په نوم شهرت لري، دې آریوب د سرګل تنګ، لویلېدار تنګ سپینو تنګیو څخه چې د امیرخیل، ګل غونډۍ او بیلووټ څخه تېريږي سرچېنه اخلي. دا سیند لومړی دې همدغو سیمو کرهڼیزې ځمکې اوبه کوي او زیاتي اوبه یې دې منډهېر چې دسلیمانیه غرونو اصلي او سمسوره ځنګلونه دي له اوبو سره یو ځای دې علې خیلو، خواځه خېلو دې ځمکو له خړوبه وروسته دې اریوب کلا په سیمه کې دې هاشم خېلو درې له نورو اوبو سره یوځای کیږي اویو منځنئ کچه سیند جوړوي. دې احمدخیلو دشاوات اوبه هم له ځانه سره یو ځای کوي او دې څمکنیو او ډنډې پټان دځمکو دې خړوب نه وروسته دې پټان له لارې کورمې ته بهیږي. هلته ورسره دپېواړ، شلوزان، کړمان او په سده کې ورسره دې خرمانې اوبه یو ځای کیږې، لومړی ټل بیا سپین ټل او دې وزیرستان دې ښواک له لارې تر بنو پورې رسیږي. سپینه غره په لمنو کې پراخ ځنګلونه لري او دغه ځنګلونه ځیني وحشي ژوي هم لري چې لیوه، اېږ پېشو پړانګ، غرڅې، غرني چرګان، باښه، باز، زرکان، سيسۍ، سوی، بوم، کجیر او داسې نور.......... یې ښې بېلګې دي. سپینه غره دقیمتي تیږو ډېرې زېرمې هم لری چې لا تر اوسه یې دې استخراج په اړه معلومات نلرم. همدا رنګه دسیکارم په لمن کې چې دې سیمې خلک ورته داوبو تنګی وایي دې شنې، سرې او سپینې خاورې څخه جوړې طبعي غونډۍ ډېره زړه راکښوونکې منظره ده چې دې انسان توجه ځان ته راکشوي، دې وسې په میاشت کې چې کله اورښتونه زیات شي او یا دې غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې چې کله تودوخه زیاته شی او دې واورې دې اوبه کېدو له امله چې کله دې سرګل تنګ اوبه زیاتیږي نو اوبه د سرې خاورې دې غونډۍ لمنې له ځانه سره ګډه وي چې په پایله کې دې امېرخېلو دې ویالو دې اوبو رنګ په داسې دول سور وي لکه چې له اوبه سره سور رنګ ګډ شي، چې دا اوبه بیا په خپل ترکيب کې له ځانه سره خاوره لري، نو ځكه دا اوبه دې څښاک لپاره مناسبې...
Read moreMount Sikaram is a mountain in the Koh Safeed range on the Afghanistan–Pakistan border south of the Kabul River and Khyber Pass. At 4,755 m (15,600 ft),[1] it is the highest peak of the Koh Safed. It is in the north of Village Piewar of Kurram Agency. The slope of the Sikaram has a small valley which comprises Piewar, Alizai, Tari Mangal, Narai, Speena Shaga and Khewas. It is in the North of Parachinar Kurram Agency. It can be easily seen from almost all parts of Kurram Agency. It has temperatures in below 0C in summers too.(check on Free Meteo..with the name Sikaram Sar). Free Meteo has labeled Sikaram Sar as part of Afghanistan. In fact, it is much easier to climb from Aryub Valley of Afghanistan.But still, these tops are not occupied places. So it can either put in Afghanistan or Pakistan. This top of Sikaram is steep towards its western size which made it easier to construct a road between Kurram Valley and Aryub Valley Afghanistan. This crossing is called Gawi Pass or Piewar Kotal Pass. Piewar Kotal Pass has History in tribal expeditions during British rule. For Reference please search for Piewar-Kotal...

Read more