ارګ
د ارګ تاریخچه ارګ له کلونو د افغانستان د پادشاهانو او جمهوررئیسانو د اوسېدو ځای دی. همدا اوسمهال هم جمهوررئیس له خپلې کورنۍ سره یو ځای د جمهوري ریاست په ارګ کې ژوند کوي. د جمهوررئیس او د لومړۍ مېرمنې کاري دفترونه هم په همدې ودانیو کې موقعیت لري او جمهوررئیس، د هېواد چارې له ارګ څخه اداره کوي. د جمهوررئیس د دفتر ریاست، ملي امنیت شورا او د جمهوري ریاست اړوند یو شمېر نور دفترونه په ارګ کې موقعیت لري. د کابینې، عالي شوراګانو او عالي کمېسیونونو په ډول مهمې حکومتي غونډې په ارګ کې ترسره کېږي. له کورنیو او بهرنیو مشرانو سره د جمهوررئیس لیدنې او مشورتي ناستې او د بهرنیو مېلمنو لپاره ترتیبات هم په همدې ځای کې ترسره کېږي. همدا راز د مهمو ملي مناسبتونو په اړه غونډې او ملي او نړیوال کنفرانسونه او نورې مهمې غونډې هم همدلته په ارګ ترسره کېږي. تر بل هر وخت د ملي وحدت حکومت په دوره کې ارګ ته د خلکو مراجعه زیاته شوې او مختلف قشرونه توانېدلي، چې په دې ځای کې له جمهوررئیس سره وویني. د جمهوري ریاست ارګ د خپلواکۍ ځانګړو جشنونو، مېرمنو، د پادشاهانو ټاکلو، د شاهي کورنیو د غړو د وادونو، مشاعرو، علمي سمینارونو او د جمهوررئیسانو د لوړې مراسمو ترسره کېدو خاطرې له ځان سره لري.
جوړېدل د جمهوري ریاست ارګ د جمهورئیس له لوري د هېواد د چارو د اداره کولو او د هغه د اوسېدو ځای دی. ارګ د کابل ښار په مرکزي برخه کې واقع دی. که چېرې خپل مخ شمال ته واړوئ او د ساعت د عقربې په ډول وڅرخېږئ، نو د ارګ شاوخوا، د وزیر محمد اکبر خان ساحه، د آریانا څلور لارې، ملي دفاع وزارت، مراد خاني، ده افغانان، عامه کتابتون، بهرنیو چارو وزارت او سپیدار ماڼۍ لیدلی شو. د اوسني ارګ د جوړېدو د بنسټ ډبره، د امیر عبدالرحمن خان له لوري، په ۱۳۰۰ هجري قمري کال کې په شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه کېښودل شوه. هغه مهال، په دې ساحه کې آبادي او بازار نه و او شاوخوا یې تر یوه ځایه کرنیزې ځمکې او باغونه لیدل کېدل. د پادشاهانو د حکمرانۍ او د اوسېدو ځای په توګه دغلته د امیر عبدالرحمن خان له لوري د ارګ لپاره د ځای تثبیت وروسته له هغه وشو، چې د انګرېزانو د یرغل پر مهال د کابل بالاحصار، چې د افغانستان شاهي مرکز و، ویجاړ شو.
د ارګ د جوړېدو عمومي چارو سرپرستي شهزاده حبیب الله خان ته سپارل شوې وې. د ارګ ابتدایي جوړېدو نږدې دېرش کاله وخت نیولی دی. د ارګ د جوړېدو چارې د امیر حبیب الله خان او په ځانګړي ډول د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال هم روانې وې. «کوټي باغچه» لومړنۍ ودانۍ ده، چې د ارګ په کلا کې په ۱۳۰۴ ه. ق کال کې جوړه شوې ده. له هغه وروسته، حرمسرای، سمت شبجمعه یا لسم نمبر، ګلخانه، دلکشا، سلامخانه، لومړی نمبر، دویم نمبر، چهارچنار، ډبرینه، ستوري او زینالعمارت ودانۍ، د پادشاهانو د دفترونو ودانۍ، د پادشاه د مېرمنو او د کورنۍ غړو لپاره حرمسرای، شاهي خزانه، شاهي زندان، سلا کوټ، د ساتونکو اوسېدنځای، الحاقیه، اداري، آرشیف، د کارکوونکو اتاقونه، پخلنځی او د غذایي موادو ګودام، یو په بل پسې جوړ شول. د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال یو لوی ملي کتابتون جوړ شو، چې پخپل وخت کې بېساری و. غازي امان الله خان د ارګ ودانیو ښکلا او ظواهرو ته ډېر پام وکړ او په دې دوره کې په قصرونو کې فرشونه وغوړېدل او په دېوالونو هنري او تاریخي تصویرونه وځړول شول. همدا راز، د ارګ د شنه کولو لپاره بوټي او ګلان وکرل شول او له جبل السراج څخه ارګ ته برېښنا راوستل شوه.
د ارګ د ښکلا زیاتوالي لپاره یې په احاطه کې څو برجونه زیات شول. له مشهورو برجونو څخه د بېرغ برج، د ساعت برج، له انګرېزانو سره د دویمې جګړې د ۲۶ شهیدانو د یاد برج او د ارګ څلور برجونه یادولی شو. باید یادونه وشي، چې د وخت په تېرېدو، ځینې ودانۍ له ارګ څخه جلا شوې دي او د ارګ جغرافیایي جوړښت هم ځینې بدلونونه لیدلي دي. له هغې ډلې په ناکباغ قصر کې ملي آرشیف ته ځای ورکړل شو او زین العمارت ودانۍ وروسته د لومړي وزیر د اوسېدو په ځای ونومول شوه. همدا اوسمهال له ۲۰ زیات قصرونه او ودانۍ د اوسني ارګ په ساحه کې موجودې دي، چې د خونو شمېر یې له ۲۸۰ څخه زیاتېږي. د ارګ د معمارۍ سبک د ارګ ډېری ودانی د منځنۍ آسیا د معمارۍ په سبک جوړې شوې دي او د ځینو ودانیو په سبک کې د بریتانوي هند معماري هم تر سترګو کېږي. البته د ارګ ډېری ودانۍ د امیر عبدالرحمن خان د طرحو پر اساس...
Read moreتاریخچه ارگ
کابل شهری است با تاریخی کهن که مامن پادشاهان و امرای بسیاری بوده است. در گذشته حصاری آن را در بر می گرفت که تا هنوز آثار آن دیوار ها باقی است. برای ورود به داخل شهر، شش دروازه وجود داشت که هر یک با اسامی خاص شناخته می شد. از جمله ی این دروازه ها می توان از دروازه ی کندهاری که در دهمزنگ امروزی واقع بود، دروازه سردار جهان خان ، در قسمت سلام خانه ، اسپینه دروازه ، دروازه پیت در عقب مسجد عیدگاه ، دروازه گذرگاه به سمت بالا حصار واقع بود و دروازه لاهوری نیز یکی از این شش دروازه بوده است که تا هنوز بعضی از کهن سالان در خاطرات شان از آن یاد می کنند.
مرکز حکم رانی پادشاه در بالاحصار قرار داشت. قبل از زمامداری عبدالرحمن خان برای سکونت شاه مکان مناسبی وجود نداشت. بالاحصار و ارگ شیر پور در جنگ های افغان و انگلیس آسیب دیده و قسمت هایی از آن سوخته بود. در زمان حکمرانی امیر شیرعلی خان کار ساخت قلعه ی شیرپور به دستور وی آغاز شده بود، اما با حمله ی انگلیسی ها به کابل در سال 1878 م ، امیر به شهر مزار رفت و کار ساخت و ساز ارگ نا تکمیل باقی ماند. زمانی که امیر عبدالرحمان خان از شمال به کابل آمد و قدرت را در دست گرفت، برای سکونت پادشاه مکان مناسبی وجود نداشت. عبدالرحمن خان شب اول را در منزل غازی عبدالله خان وردک که در ده افغانان کنونی موقعیت داشت، سپری کرد.
امیر عبدالرحمان خان در سال 1299 هجری قمری طرح ساخت ارگ را روی دست گرفت. در این زمان شاه به خاطر تنظیم امور نظامی به جلال آباد سفر کرد و چندی در جلال آباد ماند. امیر به پسر بزرگ خود نامه فرستاد و از وی خواست که در مشوره با مشاورین کار ساخت ارگ را در محل امروزی آغاز کند. بلاخره کار ساخت ارگ توسط تعدادی از معماران ماهر و ورزیده در سال 1300 هـ..ق آغاز شد.
در ساحه ای که امروز ارگ قرار دارد قبلاً آبادی وجود نداشت، بلکه یک دشت خاکی بود. در قسمت هایی از این ساحه مزرعه و باغ وجود داشت و در اطراف آن بیابان واقع شده بود. در ساحه ی ده افغانان فعلی یک بازار کوچک وجود داشت ، محله ی وزیر محمد اکبر خان مینه دشت بود که بعدها در زمان غازی امان الله خان اولین میدان هوایی در آن جا تاسیس شد.
هم زمان با ساخت ارگ برخی تعمیرهای دیگر نیز اعمار شد . یکی " بستان سرای " نامیده می شد که در پارک زرنگار کنونی موقعیت داشت. و امروز مزار امیر عبدالرحمان خان در آن جا موقعیت دارد. تعمیر دیگر که امیر عبدالرحمان خان در آن جا زندگی می کرد " گلستان سرای " نامیده می شد که در مقابل وزارت معارف و در محوطه ی امروز شاروالی کابل واقع شده بود . این دو بنا در آن زمان مربوط به ارگ می شد.
در حال حاضر برخی تاسیسات ارگ در نقشه ی شهری کابل امروز موجود نیست. بعضی از این تعمیر ها از بین رفته و برخی به شکل اصلی ترمیم شده و تا هنوز باقی است. در حال حاضر بعضی از این تعمیر ها در داخل ارگ و بعضی دیگر در بیرون از محوطه ارگ قرار دارد. به عنوان نمونه قصر استوری در وزارت خارجه قرار دارد و در قصر ناک باغ، آرشیف ملی جابجا شده است . قصر زین العمارت به قصر صدارت کنونی اطلاق می شد که از سوی نایب لسلطنه نصر الله خان اعمار شده است. از لحاظ موقعیت؛ ارگ در نقطه مرکزی شهر کابل واقع شده است. در جهت شرق ده افغانان، سمت شمال غرب محله ی مراد خانی موقعیت دارد. از مقابل ارگ جاده پشتونستان وات الی مکروریان ها، جاده ای وجود دارد که در طرف دیگر آن وزارت معادن ، اداره امور و وزارت دفاع ملی موقعیت دارد. در شمال شرق ارگ چهار راهی آریانا و در طرف دیگر آن هوتل آریانا و اداره احصاییه مرکزی موقعیت دارد. از قسمت شمال، جاده ی عمومی عبور کرده و در آن سوی سرک لیسه امانی و منازل مسکونی ساحه وزیر اکبر خان واقع شده است. در غرب ارگ وزارت خارجه ، سفارت چین و دفاتر سازمان ملل متحد موقعیت دارند. در نقطه ی جنوبی عزیزی سنتر و بناهای دیگر است.
اولین ساختمان اعمار شده در داخل ارگ، کوتی باغچه نامیده می شود که کار ساخت آن در سال 1304 هجری قمری تکمیل شد. پس از آن چندین تعمیر دیگر نیز اعمار شد به طور مثال؛ تعمیر ارگ ، قصر سلام خانه ،گنبد نقاره خانه ، بازار ارگ کوتوالي، قرارگاه شاهی ، حمام شاهی، دفتر مستوفی الممالک، قصر سلام...
Read moreد ارګ تاریخچه: ارگ په لغت کې د یوې لویې کلاپه منځ کې کوچنۍ کلا ته وایي چې د برجونو درلودونکې وي او په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکي داوسېدو ځای ته وایي له همدې کبله ارگ هغه ځای ته ویل کېږي چې په هغه کې دښار، ولایت یا د هېواد مشر واوسېږي او له هغه ځایه څخه اړوندې چارې اداره کړي. پخوا دغه مفهموم په افغانستان کې د دوو ځایو نو لپاره کاریده ، یو یې دافغان اوانگلیس له دوهمې جگړې نه مخکې اوبل یی له دغې جگړې نه وروسته. په افغانستان کې دانگریزانو دپوځ دتیري یوه ناوړه پایله داوه چې د کشابل د بالاحصار ودانې یا د افغان پاچاهانو کلکه کلا او دچهلستون لرغونې ماڼۍ د انگریزي واکمن رابرتس په حکم ورانې شوې، اوله دغو سترو اولرغونو ماڼیو نه چې دسدوزایانو په وخت کې دپاچا داوسیدو پرځای سربیره یو زر داوسېدو کورونه ، بازار اوڅو کلا گانې په کې وې له خاورو پرته بل څه یې پاتې نه شول. د انگریزانو د پوځ حضور دا ځل اوږد شو او کله چې دغو ځواکونو افغانستان پریښود او د چارواگې یی عبدالرحمن ته وسپارلې نو د باچا داوسېدو یا د ارگ په نامه کوم ځای په کابل کې وجود نه درلود، له دې امله عبدالرحمن خان وروسته له دې چې په کابل کې میشت شو اوخپل ځای یی وټاکه نو کندهاري اوکابلي انجینران او معماران یې راوغوښتل چې دشیرپور ترڅنگ یعنی دهغه وخت د کابل په شمال کې د ارگ د جوړولو کار پیل کړي له همدې کبله عبدالرحمن خان په دغه سیمه کې دوه سوه جریبه ځمکه بېله کړه او امریې وکړ چې دبڼ په منځ کې دې دشاهی ارگ ماڼۍ ودانه شي. د انجینرانو دغه ډله دسیدیاقوت شاه څرخي په مشرۍ چې دامیر نږدې او دباور وړ کس و او وروسته په قلعه بیگي هم مشهور شو، دهغې ورځې دمعمارۍ له فنونو سره سم دارگ کلا په کنگره اوتیر کش لرونکو دیوالونو سره سمبال او جوړه کړه. هغه ددیوالونو په شاوخوا کې داوبو لپاره یو خندق وویست، دغه راز یی د ارگ دکلا ددیوالونو په څلورو کونجونو کې څلو ر برجونه چی دتوپونو اونورو دفاعی وسلو دکارولو لپاره یی تیرکشونه درلودل جوړ کړل. دسلام خانې ماڼۍ چې په هغه کې دجشنونو او اخترونو مراسم ترسره کیدل هم دختیزو دروازو په خواکې جوړه شوه اوپه همدې ودانۍ کې دلومړي ځل لپاره دافغانستان د ملی شورا غونډه جوړه شوه. دغه رازدسلطنتي کلا د ځانگړې معمارۍ د اصولو پربنسټ دارگ په دننه کې نورې ودانې هم جوړې شوې چې دهغو له جملې نه دپاچا ددفتر لپاره ودانۍ ، ځانگړی ځای، دباچا دکورنۍ اومیرمنو لپاره چې حرم سرای به یی ورته ویل ، د ارگ دکارکونکو لپاره کوټې، دنقدوپیسو اوگران بیه توکو دساتنې لپاره دشاهی خزانې ځای ، کوټي باغچه ، دوسلو زیرمتون، دباچا دساتونکو ځای ، دزندانیانو دساتنې لپاره شاهی زندان، پخلنځی او دخوراکي توکو لپاره دزیرمه کولو...
Read more